د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان وسیم اکرم نړیوال جام کې د اسټرالیا خلاف تر لوبې مخکې تیز بالر شاهین افریدي ته مهمه مشوره ورکړې ده.

باغی ټي وي رپورټ
شاهین افریدي تر دې دمه د ۲۰۲۳ نړیوال جام په دریو لوبو کې د ۳۴.۷۵ په اوسط سره ۴ ویکټې اخیستي دي په داسې حال کې چې د اقتصاد کچه یې ۶.۳۱ ده.
پخواني کپتان وسیم اکرم شاهین افریدي ته چې په روان نړیوال جام کې یې په زړه پورې کارکردګي نه ده ښودلې مشوره ورکړې، چې شاهین ښه بالینګ کوي، باور یې لږ دی خو ویکټ اخیستونکی بالر دی.
وسیم اکرم یو شخصي سپورټس چینل سره خبرو کې وویل که شاهین ویکټې نه اخلي نو باید نورمال واوسي او د کوم غیر معمولي کار هڅه ونکړي، زه ډاډه یم چې په ښه سپیل سره به نوي بالر ويکټې راشي او باور به یې زیات شي.
د یادونې وړ ده چې پاکستان تر اوسه په نړیوال جام کې ۳ لوبې کړي چې ۲ یې ګټلي او یوه یې بایللې ده.
د پاکستان راتلونکې لوبه د اکتوبر په ۲۰مه په بنګلور کې د اسټرالیا سره ده.





