د پخواني لومړي وزیر نواز شریف وکیلانو د امنیتي ضمانت لپاره درخواست جمع کړی دی.
باغی ټي وي رپورټ
د پخواني وزيراعظم نوازشريف وکيلانو د اسلام آباد هائي کورټ کښې د ايون فیلډ او العزيزيه ريفرنسونو کښې د حفاظتي ضمانت لپاره درخواست جمع کړے دے۔
درخواست کښې استدعا شوې ده چې عدالت ته وړاندې کولو لپاره دې حفاظتي ضمانت ورکړے شي، دوي مقدمې مخ ته وړل غواړي نو د ګرفتارۍ له وجې عدالت ته د تلو نه منع کړے شي۔
په درخواست کې استدعا شوې چې نوازشريف په خصوصي الوتکه کې اسلام اباد ته راځي او داکتوبر په ٢١مه به اسلام اباد ته رارسيږي نو عدالت ته د تلو لپاره دې امنيتي بانډ ورکړل شي.
د اسلام آباد هائي کورټ رجسټرار آفس په درخواستونو څه اعتراض نه دے کړے او رجسټرار آفس د سيکورټي بانډ درخواستونه نمبر کړے دے۔
بل خوا د اسلام اباد هائي کورټ د نواز شريف د حفاظتي ضمانت درخواست اوريدنې لپاره بنچ جوړ کړے دے.
د اسلام اباد هائيکورټ چيف جسټس عامر فاروق په مشرۍ کې دوه کسيزه بينچ به اوريدنه کوي چې پکې جسټس مياګل حسن هم شامل دى.
ياده دې وي چې پخوانى وزيراعظم نوازشريف به د اکتوبر په 21مه نيټه خپل وطن ته ستنيږي چرته چې به په مينار پاکستان جلسې ته وينا کوي۔