کلیو پراختیا وزارت سمنګان او فراه ولایتونو کې د نیږدې ۲۴۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

0
83

کلیو پراختیا وزارت سمنګان او فراه ولایتونو کې د نیږدې ۲۴۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

 

17 اکتوبر سه شنبه 2023

 

د افغانستان د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د سمنګان او فراه ولایتي ریاستونو نیږدې ۲۴سوه اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

 

خبر زیاتوي چې د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته د فراه ولایت په پشترود ولسوالۍ کې (۱۱۷۶) اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

 

په یادو خوراکي توکو کې (۵۰) کیلو اوړه، (۵) لیټره غوړي، (۶) کیلو دال نخود او (۳۰) پاکټه د ماشومانو د خوارځواکۍ توکي شامل دي.

 

همدا راز د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته د سمنګان ولایت په خرم وسارباغ ولسوالۍ کې (۱۱۶۳) اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

اړوند موضوعات

کلیو پراختیا وزارت هلمند او کندهار ولایتونو کې د نیږدې ۱۲۰۰ اړمنو سره مرسته ترسره کړی.

 

 

په یادو خوراکي توکو کې (۵۰) کیلو اوړه، (۶،۲۵) کیلو دال، (۵) ليټره غوړي، (۱،۵) کیلو د ماشومانو د خوارځواکۍ توکي او (۳) کیلو سوپرسریال شامل دي.

Leave a reply