کلیو پراختیا وزارت هلمند او کندهار ولایتونو کې د نیږدې ۱۲۰۰ اړمنو سره مرسته ترسره کړی.

0
97

کلیو پراختیا وزارت هلمند او کندهار ولایتونو کې د نیږدې ۱۲۰۰ اړمنو سره مرسته ترسره کړی.

14 اکتوبر شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د هلمند ولایتي ریاست سره په همغږۍ د (UNOPS) دفتر په مالي مرسته، د هلمند ولایت د باباجي ولسوالۍ په انیزي او غولبه کلیو کې (۲۷۶) تنه کاریګرو ته د کار په مقابل کې نقدې پیسې وویشل شوې.

 

یادو کاریګرو د کرنیزو اوبولګولو کانالونو د پاکولو په پروژه کې کار کړي وو چې هر کاریګر ته د هرې کاري ورځې په بدل کې (۴۵۰) افغانۍ نقدې پیسې ورکړل شوې.

 

همدا راز د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته د کندهار ولایت په غورک ولسوالۍ کې (۹۹۰) اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

اړوند موضوعات

کلیو پراختیا وزارت ننګرهار او سمنګان ولایتونو کې د څه باندې ۳۲۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته کړی.

 

په یادو خوراکي توکو کې (۵۰) کیلو اوړه، (۵) لیټره غوړي، (۶) کیلو دال، (۳۰) پاکټه د ماشومانو د خوارځواکۍ توکي او (۴،۵) کیلو سوپرسریال شامل دي.

Leave a reply