کلیو پراختیا وزارت ننګرهار او سمنګان ولایتونو کې د څه باندې ۳۲۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته کړی.
کلیو پراختیا وزارت ننګرهار او سمنګان ولایتونو کې د څه باندې ۳۲۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته کړی.
11 اکتوبر چهارشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سمنګان او ننګرهار ولایتي ریاستونو د څه باندې ۳۲۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.
خبر زیاتوي چې د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته د سمنګان ولایت د مرکز ایبک په بیلابیلو کلیو کې (۲۸۹۸) اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
په یادو خوراکي توکو کې (۵۰) کیلو اوړه، (۶،۲۵) کیلو دال، (۴،۵۵) کیلو غوړي، (۱،۵) کیلو د ماشومانو د خوارځواکۍ توکي او (۴،۵) کیلو سوپرسریال شامل دي.
همدا راز د (UNOPS) دفتر په مالي مرسته،، د (افغانستان معیشتي او ټولنیز ملاتړ) پروګرام له لوري د ننګرهار ولایت په رودات، مومندرې او پچیراګام ولسوالیو کې (۳۲۲) اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
اړوند موضوعات
کلیو پراختیا وزارت ارزګان او غزني ولایتونو کې د نیږدې ۳۰۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.
په یادو مرستو کې هرې کورنۍ ته د (۱۰۰۰۰) افغانیو معادل اوړه، وریجې، بوره، غوړي، لوبیا، چای او صابون وویشل شول.