د ازبکستان په ترمز ښار کې د افغانستان جنرال قونسلګرۍ میشتو افغانانو ته د پاسپورټونو د ویش لړۍ پیل کړی.

0
216

د ازبکستان په ترمز ښار کې د افغانستان جنرال قونسلګرۍ میشتو افغانانو ته د پاسپورټونو د ویش لړۍ پیل کړی.

11 اکتوبر چهارشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د قونسلۍ ریاست او په ترمز ښار کې د هیواد د جنرال قونسلګرۍ د هلو ځلو په پایله کې او همداراز د کوربه هیواد ازبکستان په همکارۍ مېشتو افغانانو لپاره د پاسپورتونو دچاپ او توزېع لړي د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوه.

 

د بهرنیو چارو وزارت وایي موږ هڅه کوو تر څو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې قونسلي خدماتو ته د هیوادوالو او نړیوالو ته قانوني لاسرسي ممکن او آسانتياوي رامنځته کړو.

اړوند موضوعات

سفارت افغانستان در ازبکستان سلسله چاپ و توزیع پاسپورت را آغاز کرده است

 

 

یاده دې وي چې له دې مخکې د نړۍ په ځینو نورو هیوادونو لکه ایران، پاکستان، ترکیه او ځینو نورو سفارتونو او قونسلګریو کې د پاسپورټونو د ویش لړۍ پیل شوې.

Leave a reply