نړیوال بانک وايي چې د وفاق او صوبايي حکومتونو ترمنځ د همغږۍ د نشتوالي له امله د مالیاتو راټولول کمیږي، د مالیاتو د اصلاحاتو پلي کول په اقتصاد کې د مالیاتو برخه دوه فیصده زیاتولی شي.

0
133

باغی ټي وي رپورټ

د نړیوال بانک د راپور له مخې، په پاکستان کې یوازې اته میلیونه خلک د عایداتو د مالیې لپاره راجستر دي، چې د مالیې د عوایدو لویه برخه د غیر مستقیم کم شوي مالیاتو څخه ترلاسه کیږي.

د نړیوال بانک لخوا په خپور شوي راپور کې ویل شوي چې په پاکستان کې دا مهال ۱۱.۴ میلیونه کسان په کار بوخت دي، د املاکو لپاره د ټیټې مالیې له امله د پانګونې کچه لوړه ده، چې له امله یې په تولیدي سکتور کې د پانګونې رجحان کم دی.

راپوټ کې ویل شوي چې په پاکستان کې ۹۰ فیصده کروندګر ټېکس نه ورکوي، د ټېکسونو لپاره د ایف بي آر نظام له پیچلتیاو سره مخ دی، د کرنې په عایداتو باندې د مالیاتو د راټولولو په ښه کولو سره به د مالیاتو برخه یو فیصد زیاته شي.

ياده دې وي چې د رائس ټو پروګرام لاندې د ايف بي آر لپاره د نړيوال بانك نه 350 ميليونه ډالره ترلاسه كېږي خو تر دې وړاندې بايد د نړيوال بانك لخوا وركړې شوې اصلاحات عملي شي۔

Leave a reply