په جنوبي او شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې دوه ترهګر وژل شوي او د پاکستان د پوځ دوه عسکر وژل شوي دي.

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) ویلي، په جنوبي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو او ترهګرو ترمنځ نښته شوې، چې په ترڅ کې یې یو ترهګر وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
آئي ايس پي آر وئيلي دي چي د ترهه ګرو په ضد په زړورتيا سره مقابله کښي سپاهئ ساجد اعظم شهيد شوے د 31 کلن سپاهي ساجد اعظم تعلق د آزاد کشمير کوټلي سره وو۔
د آئي ايس پي آر ترمخه دشمالي وزيرستان په ميرانشاه سيمه کښې دامنيتي ځواکونو او ترهګرو ترمينځ د ډزو تبادله شوې ده چې پکښې يو ترهګر وژل شوی دی.
آئي ايس پي آر وئيلي دي چي سپاه وارث خان د ترهه ګرو سره په مقابله کښي شهيد شوے د 27 کلن سپاهي وارث خان شهيد تعلق د کرک سره وو۔
د آئي ايس پي آر ترمخه په سيمه کښې د نورو ممکنه ترهګرو د له مينځه وړلو لپاره د پاکسان عمليات روان دي۔
آئي ايس پي آر وئيلي دي چي سيکيورټي فورسز د ملک نه د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره پرعزم دي، د زړورانو دغه شان قربانۍ زمونږ عزم مضبوطوي۔






