داعش ډله د القاعده نه زیاته خطرناکه ده : د امریکې وزارت دفاع خبردارۍ

باغي ټي وي رپورټ
د امریکا د دفاع وزارت مرستیال خبردارۍ ورکړې دې چې په نړۍ کښې د عراق او شام داعش نه په افغانستان کښې د داعش ګروپ نه خطره شته دې او دا یره ده چې داعش ډله به په راتلونکي ۶ میاشتو کښې په امریکا د حمله کولو طاقت حاصل کړي.
په ورځپانړه مشرق کښې چاپ شوي یو رپورټ مطابق د امریکې د فاع وزارت مرستیال کولن کوهل ویلي دي چې داعش او القاعده د نړۍ په هیوادونو او امریکا کښې د حمله کولو اراده لری ، کانګرس ته په بریفنګ کښې هغه اوویل چې که یو طرف داعش او القاعده په امریکه د حمله کولو طاقت او صلاحیت نه لری خو بیا هم په راتلونکي ۶ یا ۱۲ میاشتو کښې امکان شته چې داعش دا صلاحیت او قوت حاصل کړي چې په امریکا حمله وکړي.
د امریکې دفاع وزارت مرستیال اوویل چې داعش ګروپ ډیر په تیزۍ سره یو کیږي او هم دا وجه ده چې د داعش له لوري د حملې کولو ادیښنه شته.
کولن کوهل د امریکا اولس مشر د افغانستان نه د امریکا اود نیټو د فوځونو د وتلو فیصلې حمایت وکړو او زیاته ی کړه چې طالبانو امریکا ته باور ورکړې دې چې د افغانستان خاوره به امریکا په ضد نه استعمالیږي.
یاده دې وی چې د افغانستان نه د امریکایی او نیټو فوځونو د وتلو نه دوه ورځې وړاندې د کابل په هوایی ډګر په لویه دروازه یو لوی ځان مرګي برید وشو ، په دې برید کښې ۱۳ امریکایی فوځیان هم اووژل شو او ددی برید ذمه واري داعش خراسان ډلې په خپله غاړه واخسته.
په کندوز او بیا په کندهار کښې د جمعې په ورځ هم پرله پسې په دو بریدونو کښې ګنړ شمیر کسانو وژل شوو وو، یاده دې وی چې ددې بریدونو ذمه واري هم داعش ډلې په خپله غاړه اخستې وه.
که څه هم طالبانو ویلي دي چې داعش په افغانستان کښې کومه لویه خطره نه ده خو د امریکا حکومت د دفاع چارواکو دا خبردارۍ او وینا ښایی چې د داعش ډله د نړۍ او د افغانستان د امن لپاره خطره کیدې شي.
……………………………
پنټاګون: هند افغانستان کې د طالبانو واک ته رسېدلو اندېښمن کړی دی
…………………………..






