بلوچ لیبریشن آرمی (بی ایل ای) مهم مشر عبدالمجید بریګیډ او د هغه ملګری د امنیتی ځواکونو په عملیاتو کښې وژل شوی دی

باغی ټي وي رپورټ
د بلوچ لیبریشن آرمی (بی ایل ای) مهم مشر عبدالمجید بریګیډ او د هغه ملګری د امنیتی ځواکونو په عملیاتو کښې وژل شوی دی.
امنیتي ځواکونو د BLA ترهګرو پر ضد د استخباراتي معلوماتو پر اساس عملیات کړي چې په ترڅ کې یې ترهګر صدام حسین مسلم وژل شوی دی.
وژل شوی ترهګر صدام حسین هم د مسلم، گرو او جبار په نومونو پېژندل کېده، په عملیاتو کې د صدام حسین یو بل ملګری هم وژل شوی دی.
امنیتي ځواکونو د ترهګرو له قبضې څخه درنې وسلې او چاودیدونکي توکي هم ترلاسه کړي دي.
د يادونې وړ ده چې عبدالمجيد لوا په ځانمرګو بريدونو کې د ښځو د کارولو په ګډون په ګڼو ترهګريزو فعاليتونو کې لاس لري.




