ضلعي انتظاميې مسلم ليګ نون ته په ګريټر اقبال پارک کښې د اکتوبر په 21مه نيټه د جلسې اجازت ورکړے دے۔

…
باغی ټي وي رپورټ
لاهور: ضلعي انتظاميې مسلم ليګ نون ته په ګريټر اقبال پارک کښې د اکتوبر په 21مه نيټه د جلسې اجازت ورکړے دے۔
ضلعي انتظاميي د حلف نامے ورسته مسلم ليګ ن ته د جلسي اجازت ورکړے دے۔
ضلعي انتظاميي مسلم ليګ نون ته په ګريټر اقبال پارک کښي د ريلي لپاره شرطونه هم ورکړي دي او وئيلي شوي دي چي د جلسي انتظام به د پارک او هارټيکلچر اتهارټي نه جلا اجازت اخلي۔
د مسلم ليګ نون لخوا په اخستل شوي بيان کښې وئيلي شوي دي چې د پارکس اينډ هارټيکلچر اتهارټي به د هر قسمه نقصان لپاره پيسې ترلاسه کوي۔
د ضلعي انتظاميي وينا ده چي د جلسي تنظيمونکي به د امنيت او ټرافيک په اړه د متعلقه چارواکو سره په مسلسله توګه رابطه کښي وي، ټرافيک پوليس به ټرافيکي پلان او ټرافيکي مشوري جاري کوي۔
ياده دي وي چي مسلم ليګ ن د پخواني وزيراعظم نوازشريف په واپسي باندي په اقبال پارک کښي جلسه کړي ده او په دي لړ کښي د مسلم ليګ ن پنجاب صدر رانا ثناءالله دعوه کړي ده چي د اقبال پارک جلسه د ټولو ريکارډ دے. پخواني لاریونونه به مات شي




