د شاه و عرس د اوبو بند چارې به بیا پیل شي: انجنیر حبیب الرحمان عمر
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د پایه تخت کابل د شاه عرس د اوبو بند د اوبو بند چاري به یو ځل بیا پیل شي ، ددې بند د لیدو لپاره د اسلامی امارت مشران او نورو مسوولینو ددې بند د معاینه کولو لپاره ورغلي وو .
انجنیر حبیب الرحمان عمر ، د اوبو او انرژۍ د وزارت مرستیال ددې پروژې ځاي ته ورغلې او رسنیو سره ی په خبرو کښې اویل چې د اسلامی امارت مشران پلان لری او دوی د اقتصادي کمیسون غړو سره په اړیکو کښ ېدي چې د شاه و عرس په بند کار بیا پیل شی چې ددې ځای اولس ته ددې بند ګټې ورسي.
یاده دې وی چې د افغانستان د ۹ نهه ملیارده ډالر نه زیاتې پیسې د اقتصادي بندیزونو له وجهې کنګل شوي دي ، د نړۍ هیوادونو او د پاکستان حکومت هم د امریکا نه غوښتنه کړې ده چې داکنګل شوې روپې افغانستان ته ورکړي چې په افغانستان کښې پرمختیایی پروژو باندې کار بیا پیل شي او ددې پروژو له وجهې اولس ته سهولتونه او د ژوند نورې اسانتیاوي ورکړې شي.
مجیب الرحمن عمري: د اسلامي امارت مشران په دې کوښښ کې دي؛ تر څو د شاه و عرس د اوبو بند چارې بېرته پیل شي. pic.twitter.com/KXgoeeHxHe
— RTA Pashto (@rtapashto) October 28, 2021