د کندهار والي ځای خبریالانو سره ملاقات کړي
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت د کندهار والي محمد یوسف وفا د کندهار پریس کلب غړو او نور خبریالانو سره یو ملاقات کړي دې، د اسلامی امارت له خوا د خبریالانو پلاوي ته د همکارۍ ډاډ ورکړې شوي دې.
د افغانستان ملي راډیو ټیلیویژون د ټویټر پانړې یو خبر مطابق محمد یوسف وفا خبریالانو ته اوویل چې خپل کار کې آزادې دي او دوی سره به د اسلامی امارت له خو پوره مرستې کیږي ، هغوی اوویل چې خبریالانو ته به د معلوماتو په حاصلولو کښې سهولت او اسانتیاوي پیدا کړي.
د کندهار والي خبریالانو ته باور ورکړو او دوی سره ی ژمنه وکړه چې د خبریالانو اړوند ستونز به هوارې کړي، خبریالانو په دې موقع د اسلامی امارت هم مننه وکړه چې ددوې ستونزو نه ی ځان خبر کړو او ددوی د ستونز د هوارولو ژمنه ی وکړه.
یاده دې وی چې څو ورځې وړاندې هم د اسلامی امارت سرتیرو په کابل کښې په خبریالانو تشدد وکړو ، کله چې دې خبریالانو په کابل کښې د ښځو له طرف نه احتجاج پیل شو او دې خبریالانو دې احتجاج میډیا کوریج کولو، د کوریج په دوران د امارت اسلامی سرتیر په خبریالانو تشدد وکړو او دوی د ښځو د احتجاج میډیا کوریج کولو نه منع کړل.
دا خبره هم د یادونې وړ ده چې په کابل کښې د ښځو د احتجاج میډیا کوریج کوونکوي خبریالان د اسلامی امارت له طرف نه ونیول شول خو بیا روسته دا خبریالان خوشې کړې شول.
د کندهار والي محمد یوسف وفا د پریس کلب مسوؤل جاوید احمد تنویر او یو شمیر نورو سیمه ییزو خبریالانو سره په لیدنه کې ته ډاډ ورکړی، چې د معلوماتو د ورکړي په برخه کې به هیڅ ډول ستونزه نه وي او ژمنه یې کړې، چې د خبریالانو اړوند ټولي ستونزي به حل کړي. pic.twitter.com/s1xjxWeKyE
— RTA Pashto (@rtapashto) October 28, 2021