د هرات والي د صحت نړیوالې ادارې مشر سره لیدلي

0
123

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د هرات والي د نړیوال د صحت ادارې ډبلیو ایچ او د افغانستان لپاره مشر او نماینده سره کتلی او په افغانستان کښې خلقو ته راپیښ د صحت په لړ کښي ی په یو شمیر ستونزو او مسلو ټینګار کړې دې.

شیخ الحدیث نوراحمد اسلام‌جار د نړیوال د صحت سازمان مشر ته ډاډ ورکړې دې چې د اسلامی امارت مشرانو نړیوال د صحت سازمان سره د پولیو واکسین په کمپاین کښې مرستو ته چمتو دي او د صحت ادارې ته په پولیو کمپاین سر ته رسولو کښې د مکمل ډاډ او همکارۍ کولو ژمنه کوو چې د پولیو واکسین کمپاین کامیاب شي او ټول افغان ماشومان د پولیو واکسین نه پاتې نه شي.
یاده دې وی چې څو ورځې وړاندې د اسلامی امارت مشرانو د د ملګري ملتونو او نړيوال د صحت ادارې له باورو ورکړو چې اسلامی امارت په افغانستان کښې د پولیو کمپاین ملاتړ او حمایت کوی او اسلامی امارت به نړیوال د صحت ادارۍ سره همکاري وکړي چې د پولیو په ضد کمپاین په کامیابۍ سره سرته ورسوي .

Leave a reply