د پاکستان تحریک انصاف ویاند بیرسټر ګوهر خان ویلي دي چې ځینې سیاسي ګوندونه غواړي چې عام انتخابات د جنورۍ نه وروسته ترسره شي.
باغي ټي وی رپورټ
نن د جيو نيوز پروګرام شاهزيب خانزاده سره په خبرو کې نوموړي وويل که سپريم کورټ په ۹۰ ورځو کې د انتخاباتو غوښتنه وکړي نو له نن نه ۹۰ ورځې وروسته به انتخابات وشي که څه هم په ۷ نومبر نه وي.
ده ووئيل چې د جسټس عمر عطا بنديال په دوره كښې زمونږ درخواست په 90 ورځو كښې د ټاكنو كولو لپاره نه وو اورېدې ځكه چې د پي ټي اېم حكومت پرې فشار راوړو۔
ګوهر خان وويل، چې د عمل او پروسيجر قانون له بحالېدو وروسته د چيف جسټس ذمه واري ده چې دا مقدمه اول د اورېدنې لپاره شي.