د حماس ویاند خالد قدومي ویلي، تر څو چې د الاقصی جومات بې حرمتي پای ته نه وي رسېدلې او تر څو چې اسراییل زموږ غوښتنې ونه مني، څنګه کېدای شي چې هوکړه وشي؟

0
194

باغي ټي وی رپورټ

د حماس د وياند لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې نړيوالې ټولنې د اسرائيلي ظلمونو په ضد زمونږ مرسته نه ده كړې، نړۍ اوس هوش ته راغلې ده چې اسراييلو له لاسه وركړې ده۔

ویاند ویلي دي چې مونږ د خپلې ازادۍ لپاره مبارزه کوو او باید نړۍ د اسراییلو له جنایتونو خبر کړو.د القسام بریګیډ په وینا په سلګونو اسراییلي سرتیري په بند کې دي.

د حماس ویاند خالد قدومي ویلي، که موږ کومه موافقه کړې وای، په ۷۰ کلونو کې به مو کړې وای، تر څو چې د الاقصی جومات بې حرمتي پای ته نه وي رسېدلې او تر څو چې اسراییل زموږ غوښتنې ونه مني، نو څنګه کېدای شي چې تړون وشي؟

ویاند ویلي دي چې مونږ د اشغال شوو سیمو په ۲۲ ځایونو کې جګړه کوو او د اسراییلي بندیانو شمیر لا نه شو ویلای.

Leave a reply