د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) د یوټیلټي پلورنځي په ګډون د دولتي ملکیت تصدۍ په اجاره کولو یا پلورلو غږ کړی.
باغي ټي وی رپورټ
IMF وړاندیز کړی چې یوټیلټي سټورونه دې وتړل شي یا خصوصي سکتور ته وسپارل شي او د BISP بودیجه دې زیاته شي.
د پیسو نړیوال صندوق ویلي چې په اوسني اقتصادي وضعیت کې د دولتي تصدیو رهبري اقتصاد ته زیان رسوي.
دسرچينو له مخې نگران حکومت ديوټيلټي سټورز دپرائيوټائزيشن يا ختمولو په اړه ائي ايم ايف ته کوم ځواب نۀ دى ورکړى خو ديوټيليټي سټورز ختمولو سره دبي آئي ايس پي کلنۍ بجټ زياتولو تجويز هم تر غور لاندې دى.
دسرچينو ترمخه دصنعت اؤ پيداوار وزارت تر دې مهاله ديوټيليټي سټورز په اړه کومې نتيجې ته نۀ دى رسيدلى ځکه چې په نگران حکومت کې ديوټيليټي سټورز په اړه وروستۍ فيصله کول ګران دي.