د مسلم ليګ (ن) سينئر مشر او د خزانې پخواني وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې د نوازشريف په واپسۍ کښې د نيولو هيڅ امکان نشته۔

0
131

باغي ټي وی رپورټ

يو شخصي ټي وي چينل ته په يوه مرکه کې اسحاق ډار وويل چې نوازشريف به د شورو په ورځ سعودي عرب ته ځي چرته چې به عمره ادا کوي او مدينې منورې ته به ځي، نواز شريف به داکتوبر په ٢١مه دخليجي هيواد څخه پاکستان ته رسيږي.

ده ووئيل چې د نوازشريف د واپسۍ په مهال د نيولو چانس نشته٬ هغه به په حفاظتي حراست او ټرانزټ ضمانت كښې واپسي كوي۔

اسحاق ډار وويل هڅه دا ده چې په راتلونکو انتخاباتو کې واضح اکثريت ترلاسه کړو، د (ن) ليګ روايت به دا وي چې د معيشت بحالۍ غوره انتقام دى.

د خزانې پخواني وزير وويل د عمران خان د کردارونو حقيقت کمېشن زمونږ په ايجنډا کښې شامله ده، خو مونږ داسې کوم اقدام نه غواړو چې د انتقام بوي راشي، رښتيني کمېشن به د عمران د پروجيکټ د کردارونو حقيقتونه رابرسېره کوي. ۲۰۱۱.

Leave a reply