په پاکستان کې د ۲۰۰۵ کال د اکتوبر په اتمه نېټه د ۷.۶ شدت له زلزلې څخه ۱۸ کاله تېر شول.
باغي ټي وی رپورټ
د اکتوبر د اتمې نیټې زلزلې د آزاد کشمیر او خېبر پښتونخوا ځینې سیمې سختې ځپلې وې. د دغې زلزلې له وجې ۳۰ لاکه خلک بې کوره شوي دي، د لومړنیو اټکلونو له مخې د دغې زلزلې له امله د مړو شمېر ۸۸ زره ښودل شوی دی.
د زلزلې له امله د کنړ سیند په غاړه د بالاکوټ ښکلی ښار په مکمله توګه تباه شوی، د آزاد کشمیر د مظفر آباد نه تر باغ، راولکوټ پشمول په یوشمیر سیمو کې د تباهۍ زړه بوږنونکې صحنې موجودې وې.
د اټکل له مخې په زلزله کې ۱۲۰۰۰ زده کوونکي او تر ۱۵۰۰ زیات ښوونکي ژوندي ښخ شوي دي.
د ۲۰۰۵ کال د اکتوبر د اتمې نیټې په زلزله کې له ۵ لکو څخه زیات کورونه، په سلهاو کلومیټره سړکونه، پلونه او د مواصلاتو وسایل په بشپړه توګه ویجاړ شول.
د دې تر څنګ د دغې زلزلې له امله ملکي، دولتي او نادولتي ادارې فلج شوي دي.