د پاکستان پيپلز پارټۍ (پي پي پي) چيئرمين بلاول بهټو زرداري پاکستان ته د نواز شريف د هرکلي لپاره د پاکستان مسلم ليګ نون د تياريانو په اړه انديښنه څرګنده کړې ده.

0
152

باغي ټي وی رپورټ

د پيپلز پارټۍ چيئرمېن وويل د مسلم ليګ نون کوم خلق چې دده په حکومت کښې وزيران وو هغه نه ښکاري.

ده ووئيل چې د ميا صاحب په راتلو سره بايد پېنافلیکس لګولې شوې واي نه خو به وال چاكنګ شوې واي خو دا مزه نه ده، د مسلم ليګ ن پخوانيو وزيرانو ته به نوره كار كول وي۔

هغه وويل پيپلز پارټۍ دانتخاباتو په بيړه کې ده، زه فکر نه کوم چې دمولانا فضل الرحمان په شان يو سياستمدار به دانتخاباتو په ضد څه ويلي وي.

ياده دي وي چي مولانا فضل الرحمان وئيلي وو چي معلومه نه ده چي په کوټه کښي ناست کسان څوک دي او ملک چلوي، د اسټيبلشمنټ او بيوروکراسي گرفت کمزورے شوے دے۔

بل خوا پخوانی وزیراعظم شهباز شریف وايي چې دا پوښتنه باید تکرار نه شي چې نواز شریف راځي که نه، د هغه په ​​ستنېدو کې کوم قانوني خنډ نشته.

شهبازشريف وئيلي دي چې قانوني ماهرانو نوازشريف ته وطن ته واپسي لپاره شين سيګنل ورکړى دى، هغه به داکتوبر په 21 نيټه راځي اؤ دپاکستان مينار کې به يوې جلسې ته وينا کوي.

Leave a reply