متقي د بهرنیو هیوادونو سفیرانو سره ملاقاتونه کړي دي

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلام امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په دوحه قطر کښې د اوپایی ملکونو د استازو سره په لیدنه کښې د افغانستان په اړه په مهمو موضوعاتو او ستونزو خبرې اترې کړي .
ذبیح الله مجاهد ، د افغانستان اسلامی امارت مرکزي ویاند په ټویټر پانړه لیکلي دي چې د اسلامی امارت پلاوي په قطر کښې د جرمني، جاپان، نيدرلينډ او ناروې له استازو او سفیرانو سره ملاقاتونه کړي دي او د افغانستان په روان اقتصادي او سیاسي موضوعاتو ی خبرې کړي دي.
مجاهد وایی چې د افغانستان اسلامی امارت مشرانو د اروپایی هیوادونومشران د اسلامی امارت د ریځ نه خبر کړي او دوی سره د افغانستان او د افغان اولس ته راپيښې ستونزو په اړه خبرې کړي دي.
په ټولنیزو رسنیو د امارت اسلامی مشرانو ته افغانان داسې مشورې او بیانونه ورکوي چې د اسلامی امارت مشرانو او نوی حکومت له په کار دي چې د نړۍ قانون او اصول اومني نو بیا به په افغانستان کښې یو نړيوال سسټم پیل شی او نړۍ به هم افغانستان سره اړیکې ټینګې کړي.
یاده دې وی چې وړمه ورځ هم د اسلامی امارت له اړخه په کابل کښې د ښځينه د احتجاج کولو نه پس داسې بیان جاري شوې وو چې اسلامی امارت به په افغانستان کښې ښځو ته د اسلامی شریعت په چوکاټ کښې حقونه ورکړي.
۱/۲ ــ نن له غرمې وروسته د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي اميرخان متقي او ملګري پلاوي يې د قطر په دوحه کې د جرمني، جاپان، نيدرلينډ او ناروې له استازو او سفیرانو سره په جلا جلا توګه وکتل. pic.twitter.com/cla6nnZMaR
— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) October 27, 2021






