د بغلان ولایت مشرانو د اسلامی امارت ملاتړ اعلان کړو

0
82

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د بغلان ولایت مشرانو د افغانستان اسلامی امارت ملاتړ اعلان کړې او امارت اسلامی سره ی د همکارۍ او د امارت اسلامی د مشن ی پوره پوره د حمایت کولو ژمنه وکړه.

د امارت اسلامی افغانستان مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر پانړه لیکلي چې نن د بغلان ولایت نهرین ولسوالۍ له قومي مشرانو سره ریس الوزرا مرستیال مولوي عبدالکبیر ملاقات وکړو ، مشرانو د اسلامی امارت سره د مکمل ملاتړ او د اسلامی امارت مشن حمایت اعلان کړو.
د بغلان مشرانو د اسلامی امارت له اړخه په افغانستان کښې د امنیت قایمولو او د امارت اسلامی له اړخه د سیاسي هلو ځلو ستاینه وکړه او امید ی څرګند کړو چې امارت اسلامی به د افغان اولس د امن ، ترقۍ او خوشحالیول لپاره نور ګامونه هم واخلي.
یاده دې وی چې څو ورځې وړاندې هم د کونړ او د نور ولایتونو مشرانو ، شیعه مسلک او د اهل حدیثو ډلې عالمانو د اسلامی امارت مشرانو سره ملاقاتونه وکړل او د اسلامی امارت سره ی د پوره پوره همکارۍ کولو څرګندونه او ملاتړ اعلان کړو.
دا خبره هم د یادونې ده چې د باختر خبري آژانس چاپ شوي رپورټ مطابق په جوزجان او نور ولایتونو کښې مقامي خلقو رسنیو ته ویلي دي چې د امارت اسلامی د حکومت پیل کیدو سره په دې سیمو کښې د جنایی جرمونو کچه ټیټه شوې دې او وس جنایی جرمونه ډیر کم شوي دي.
طالب جنګیالو په ډیر ولایتونو کښې هغه کسان چې جنایی جرمونه به کول، نشه یی توکي به ی خرڅول یا به خلق اتښتول، نیولی دي او زندانونو ته اچولي دي.

Leave a reply