د نړۍ اتیا هیوادونو د ښځو په وړاندې د طالبانو د بندیزونو د لغوه کیدو غوښتنه وکړه

0
157

د متحده عربي اماراتو استازي زیاته کړه، موږ له طالبانو څخه غواړو چې ژر تر ژره هغه فرمانونه لغوه کړي چې د ښځو او نجونو له بشري حقونو او ازادۍ څخه سرغړونه کوي او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان په اقتصادي او ټولنیز پرمختګ کې د دوی ونډه ډېره مهمه ده.

په یوه ګډه اعلامیه کې چې د ۸۰ هېوادونو له خوا لاسلیک شوې، ویل شوي چې افغان مېرمنې په نړۍ کې د «تر ټولو سخت او سیستماتیک» تبعیض، ظلم او له حقونو څخه د سرغړونو سره مخ دي.

(2023 / 10 / 5   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د نړۍ ۸۰ هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو د بندیزونو د لیرې کولو غوښتنه کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د عربي متحده اماراتو استازي نن سهار (چهارشنبه د میزان ۱۲مه) اعلان وکړ چې دغه هېواد د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د درېیمې کمېټې په غونډه کې دغه څرګندونې کړې دي.

د ایکس پر یوه پوسټ کې، دې ادارې لیکلي چې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو فرمانونه “د اسلامي ارزښتونو او بشري حقونو خلاف دي.”

د متحده عربي اماراتو استازي زیاته کړه، موږ له طالبانو څخه غواړو چې ژر تر ژره هغه فرمانونه لغوه کړي چې د ښځو او نجونو له بشري حقونو او ازادۍ څخه سرغړونه کوي او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان په اقتصادي او ټولنیز پرمختګ کې د دوی ونډه ډېره مهمه ده.

اړوند موضوعات:

لاريون کوونکو له نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې د ښځو پر وړاندې د روان ظلم پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي  

Leave a reply