د پاکستان د تحریک انصاف د مشر عمران خان خور، علیمه خان وايي، د ګوند مشر د پاکستان له ولسمشر ډاکټر عارف علوي نه مایوسه دی ځکه چې هغه خپله اساسي دنده نه ده ترسره کړې.

0
169

باغي ټي وي رپورټ

لاهور کښې ميډيا سره خبرو کښې د پي ټي آئي چيئرمېن خور عليمه خان وئيلي دي چې د پي ټي آئي چيئرمېن وزن کم کړے دے خو روحيات يې لوړ دي، د پي ټي آئي چيئرمېن د ورزش او ګرځېدو لپاره درخواست دائر کړے دے۔

د پي ټي آئي چيئرمېن عليمه خان وئيلي دي چې د سېفري په مقدمه کښې د اوږده قيد لپاره تيارۍ روانې دي، عمران خان وايي څوک ورسره خبرو ته نه دي راغلي.

ميډيا سره خبرو کښې عليمه خان وويل د پي ټي آئي چيرمين له صدر نه مايوسه دے چې هغه خپل آئيني کردار ادا نه کړے، صدر ته په ۹۰ ورځو کښې انتخابات کول پکار وو خو هغه خپل اختيار نه استعمال کړے

ديوې پوښتنې په ځواب کې عليمه خان وويل که چرې ته يې په جيل کې اچول غواړې نو په جيل کې يې واچوه خو دا سازش به هيڅکله ونه مني.

Leave a reply