د پيپلز ګوند مشر خورشيد شاه په پخوانيو متحدينو نيوکه وکړه او ويې ويل چې (ن) ليګ او مولانا فضل الرحمان په غلطه لاره روان دي.

0
83

باغي ټي وي رپورټ

په خپله یوه وینا کې خورشید شاه د (ن) لیګ مشر نواز شریف ته په خطاب کې وویل، “میا صاحب مه وېرېږئ، ټاکنې وکړئ، که زندان ته هم لاړ شئ، سزا به مو وي. یوه سزا، د هغې په وړاندې اپیل شتون لري، تاسو به یې هم ومومئ.

هغه وويل ميا صاحب که تاسو کم ووټ يا دحکومت په جوړولو کې مشکل لري نو پيپلز پارټۍ به ستاسو ملاتړ کوي.

د پيپلز پارټۍ مشر وويل (ن) ليګ او مولانا فضل الرحمان په غلطه لاره روان دي هغوي ته به له تيارو پرته بل څه نۀ رسيږي.

Leave a reply