پخواني وفاقي وزير فيصل واوډا پخواني وزيراعظم نوازشريف ته مشوره ورکړې چې وطن ته دې نه ستنيږي.

باغي ټي وي رپورټ
د جيو نيوز پروګرام کيپيټل ټاک کښې د خبرو په وخت پخواني وزير فيصل واوډا وئيلي دي چې د (ن) ليګ سافټ وير اپډېټ شوے دے، نواز شريف دې واپس نه راځي، د مريم نواز په جلسه کښې 500 کسان نه وو نو بيا به 50000 کسان مينار ته څنګه راځي. پاکستان؟
هغه وويل، چې اوسني حالات او پېښې داسې دي، چې د جنورۍ تر پايه د ټاکنو د ترسره کېدو تمه نه کېږي.
بلخوا په دغه پروګرام کې د مسلم ليګ (ن) شريک مشر بيرسټر محسن شاه نواز رانجها د ټاکنو په اړه وويل چې ټاکنې به په جنورۍ يا فبرورۍ کې کېږي او ښايي ټاکنې ١٥ ورځې وخت ونيسي.






