اسلام آباد هائي کورټ د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان د ضمانت په درخواست باندې خپله فيصله محفوظ کړې ده۔

باغي ټي وي رپورټ
د اسلام اباد هائي کورټ چيف جسټس عامر فاروق د سيفران کيس کښې د عمران خان د ضمانت درخواست اورېدنه کړې چې پکښې د ايف آئي اے د ضمانت درخواست باندې ان کيمرې اورېدنه هم شوې ده۔
د اورېدنې په مهال پراسيکيوټر شاه خاور وويل چې مقدمه د آفيشل سيکريټ ايکټ لاندې نه شي ښکاره کيدې، ځينې بيانونه او ځينې مواد عامه نه شي کولی، د نورو ملکونو سره تعلق لرونکي بيانونه هم عدالت مخې ته ساتل پکار دي، داسې بيانونه بايد عام کړل شي. په محکمه کې يې وړاندې کول له نورو هېوادونو سره د اړيکو د خرابېدو وېره لري.
بلخوا عدالت پوښتنه وکړه چې د مقدمې خبره بله ده، ایا د ضمانت اورېدنه هم کېمرې کېدی شي؟ په دې اړه وکیل وویل چې زه په دې اړه نه پوهیږم، تاسو به یې هم وګورئ.
د اورېدنې په مهال د اسلام اباد هائي کورټ چيف جسټس د عدالتي کاروائۍ په لائيو ښودلو اشاره وکړه او وې وئيل چې دلته به لائيو سټريمنګ کولے شي، مونږ دا مسله فل کورټ ته وړاندې کړې ده، د عدالت کارروائي به هم په ژوندۍ بڼه کيږي همدا اوس کار کوي ..
ورسته عدالت د سيفران کيس کښې د پي ټي آئي چيئرمېن په ضمانت درخواست باندې د ان کيمرې کاروائي په اړه خپله فيصله محفوظ کړه۔





