پوليسو د مولانا ضياء الرحمان په وژنه کې ککړ ملزم نيولى دى.

باغي ټي وي رپورټ
د پوليسو سرچينې وائي په گلستان جوهر کې دمولانا ضياء الرحمان په وژنه کې ککړ څلور شکمن کسان نيول شوي دي.
د پوليسو دسرچينو ترمخه دپيښې وروستو دپيښې ځايې څخه 11 مرمۍ ترلاسه شوي، په پيښه کې کارول شوې وسله هم دملزم څخه ترلاسه شوې وسلې سره يوځاى شوې ده په داسې حال کې چې دپوليسو اؤ حساسو ادارو په گډون ټيم دگرفتار ملزم څخه پلټنې کوي. .
ياده دې وي چې مولانا ضياءالرحمن د جامعه ابوبکر اسلاميه مهتمم و، هغه د ګلستان جوهر بلاک ۱۶ اوسېدونکی و، نوموړی د سپټمبر پر ۱۲مه شپه په پارک کې د ګرځېدو پر مهال وژل شوی و.






