سږکال هم د میٹرک امتحانونو په نتیجو کې زرګونو زده کونکو ته د یو شان نمبرونو ورکولو په څیر بې نظمۍ په ګوته شوي.
باغي ټي وي رپورټ
جیو نیوز د امتحان په پایلو کې د بې نظمۍ اړوند اسناد ترلاسه کړي دي.
د اسنادو له مخې ۴۰۷ زده کوونکو ۹۹۹، ۸۸۵ زده کوونکو ۸۸۸، ۸۳۹ زده کوونکو ۹۰۱، ۹۰۷ زده کوونکو ۸۷۷، ۹۱۲ زده کوونکو ۹۰۵، ۹۱۲ زده کوونکو ۹۰۴ او ۸۹۴ زده کوونکو ۸۸۰ نمرې ترلاسه کړې دي.
د بې نظمۍ په اړه، سرچینې وايي چې د سند تعلیم محکمه پریکړه کړې چې د هغو کسانو پلټنه وکړي څوک چې د میټرک بورډ ادارې پایلې بدلې کړي.
د میټرک بورډ امتحانونو کوآرډینیټر عمران بټ جیو نیوز سره خبرو کښې اوویل چې مونږ به د معاملې ژورې ته ځو او که څوک په دې کښې ککړ وي نو اقدام به کوو، تحقیقاتي رپورټ به لوړو چارواکو ته وړاندې کړو.