د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي چې هیله لرو افغان حکومت د نړۍوالو توقعات پوره کړي

0
163

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي چې هیله لرو افغان حکومت د نړۍوالو توقعات پوره کړي

د تهران تر کنفرانس وړاندې روسیې هم د افغانستان پۀ اړه دسیمې او نړۍ هېوادونه راغوښتي ؤ او د افغانستان پۀ اړه ئې خبرې وکړې، د مسکو کنفرانس کې د ا.ا.ا پلاوو هم ګډون کړی ؤ چې نړیوالو او د سیمې هېوادونو ته يې ډاډ ورکړ چې دوی به پخپلو ژمنو عمل کوي.

 

(2021 / 10 / 27  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې لا تر اوسه پورې افغان چارواکو د نړیوالې ټولنې غوښتنې نه دي پوره کړې خو دوی هیله لري چې د افغانستان اوسني چارواکي د نړیوالې ټولنې توقعات پوره کړي.

هغه زیاته کړې چې دوی له افغان چارواکو څخه هیله لري څو نجونو او هلکانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.

قریشي په تهران کې د افغانستان په اړه د سیمې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته په خبرو کې دغه راز زیاته کړې چې پاکستان د دغه هېواد ارضي تمامیت ته په درناوي د باثباته او پرمختللي افغانستان غوښتونکی دی.

اړوند موضوعات:

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په دوره پایه تخت کابل ته رسیدلې

د تهران تر کنفرانس وړاندې روسیې هم د افغانستان پۀ اړه دسیمې او نړۍ هېوادونه راغوښتي ؤ او د افغانستان پۀ اړه ئې خبرې وکړې، د مسکو کنفرانس کې د ا.ا.ا پلاوو هم ګډون کړی ؤ چې نړیوالو او د سیمې هېوادونو ته يې ډاډ ورکړ چې دوی به پخپلو ژمنو عمل کوي.

د تهران کنفرانس کې د ا.ا.ا ګډون نۀ ؤ کړی.

Leave a reply