وفاقي تحقیقاتي ادارې (ایف ای اې) د عمران خان او شاه محمود په ضد عدالت کښې چالان جمع کړې دې.

0
28

باغي ټي وي رپورټ

ايف آئي اے د آفيشل سيکريټ ايکټ محکمه کښې د سيفران کيس چالان جمع کړے دے په کوم کښې چې د تحريک انصاف چيئرمين عمران خان او وائس چيئرمين شاه محمود قريشي مجرم ګرځول شوي دي۔

ايف آئي اے په چالان کښې د پي ټي آئي چيئرمين عمران خان او شاه محمود قريشي محاکمه کولو او سزا ورکولو غوښتنه کړې ده۔

د اسد عمر نوم د ایف آئي اے د ملزمانو په فهرست کښې شامل نه دی

د سرچينو ترمخه دتحريک انصاف پخوانى جنرل سيکرټري اسد عمر هم د ايف آئي اے د ملزمانو په فهرست کې شامل نۀ دى، په چالان کې پخوانى پرنسپل سيکرټري اعظم خان د ايف آئي اے مضبوط گواه دى او د اعظم خان بيان 161 او 164 د چالان سره ضمیمه شوی دی.

سرچينې وائي چې د چالان له مخې د پي ټي ائي چيئرمېن د سيفر پټ ساتلى او د رياست نه يې غلطه استفاده کړې ده.

د چالان ترمخه د سيفر کاپي د پي ټي آئي چيئرمېن ته رسېدلې خو واپس نه دې شوې۔

دسرچينو ترمخه چالان کې دعمران خان اؤ شاه محمود د٢٧م مارچ دخبرو نقل هم شامل دى اؤ د٢٨ؤ شاهدانو د١٦١ بيانونو ريکارډ کولو وروستو دا چالان سره ضميمه کړل شوى دى. چالان کې د عمران خان او شاه محمود د ۲۷ مارچ د وینا نقل هم ضمیمه دی
ايف آئي اے د چالان سره د ٢٨ ګواهانو فهرست سيکرټ ايکټ عدالت ته جمع کړے دے۔

سرچينې وائي چې د ايف آئي اے په شاهدانو کې دبهرنيو چارو سيکرټري اسد مجيد، دبهرنو چارو پخوانى سيکرټري سهيل محمود، دبهرنو چارو ايډيشنل سيکرټري فيصل نياز تيمریزي او دبهرنو چارو وزارت څخه تر وزيراعظم پورې دچين ټول چارواکي شامل دي.

د سیفر سره څه معامله ده؟

ياده دي وي چي د پي ټي آئي چيرمين عمران خان په امريکه کښي د پاکستان د سفير د پيغامونو يا سيفرونو په بنياد د خپل حکومت خلاف د سازش کيسه کړي وه چي پکښي عمران خان وئيلي وو چي د ده د حکومت په نسکورولو کښي د امريکي لاس دے. د قامي سلامتيا کميټۍ غونډه کښې د سيفر په اړه د پي ټي آئي حکومت دريځ مسترد کړے شوے دے۔

د دې تر څنګ د عمران خان او د هغه د پخواني سکرتر اعظم خان د سیفر په اړه یو آډیو لیک هم مخې ته راغلی چې په کې عمران خان ویلي چې اوس موږ یوازې لوبه کوو، د امریکا په نوم نه، یوازې دا لوبه کوو. چې دا نېټه لا دمخه وه، چې اعظم خان ورته په ځواب کې وويل چې زه فکر کوم چې په دې باب يوه غونډه وشي.

وروسته وفاقي کابينې د دې معاملې تحقيقات ايف آئي اے ته وسپارلو۔

اعظم خان د پي ټي آئي په حکومت کې د هغه وخت د وزيراعظم عمران خان پرنسپل سيکرټري وو او وزيراعظم ته ډېر نزدې ګڼل کېده.

د سيفر په اړه د آئي اېس پي آر پخواني ډي جي ليفټننټ جنرل بابر افتخار وويل د سيفر د ډرامې کولو کوششونه شوي او د سياسي فائدې ترلاسه کولو په غرض افواهات او غلط خبرونه خپرول شوي دي.

Leave a reply