د هنګو تحصیل دواب سیمه کښې د پولیس سټیشن په جومات کښې د ځانمرګی برید په تور د نامعلومه ترهګرو په ضد مقدمه درج کړې شوې ده

0
32

باغي ټي وي رپورټ

ځانمرگي بريد کې د يو پوليس په گډون ٥ کسان وژل شوي او ١٢ نور ژوبل شوي دي، د ډي اين اي ټېسټ لپاره د بريد کوونکي د بدن نمونې اخستل شوي دي.

د ايف آئي آر ترمخه دوه نامعلومه موټر سائيکل سورو د رارسيدو سره سم ډزي شروع کړې چې ورسته هلته موجود اهلکار هم جوابي ډزي اوکړي۔

د ايف آئي آر ترمخه پوليس اهلکار سعيد الرحمان د وسله والو نه وسله واخسته چا چې ډزي وکړې چې وروسته د دروازې سره نزدې چاودنه وشوه۔

د ځانمرګي بريد په اړه د درج شوي ايف آئي آر د متن له مخې، پوليسو په وخت اقدام وکړ او يو ځانمرګى بريد کوونکى يې له جومات بهر وواژه او ځان ته يې چاودنه ورکړه.

ياده دي وي چي تيره ورځ د هنګو تحصيل دوآبه کښي د پوليس سټيشن په جومات کښي د جمعې د لمانځه په مهال ځانمرگي بريد کښي 5 کسان مړه او 12 ژوبل شوي وو۔

دپوليسو دچارواکو ترمخه دوه تندلارو دپوليسو تاڼې ته د ننوتلو هڅه وکړه، ترهګرو دپوليسو دمرکز په دروازه کې ډزې وکړې، يو ځانمرگي بريدکوونکى دپوليسو په دروازه کې ووژل شو.

دپوليسو ترمخه د جومات د چت د نړېدو له امله ٥ کسان مړه او ١٢ نور ژوبل شوي دي، ژوبل کسان نزدې روغتون ته رسول شوي دي.

Leave a reply