سپريم کورټ کښې د پيښور هائي کورټ د ايډيشنل ججانو تقررئ په کيس کښې جسټس اطهر من الله د اختلاف نوټ جاري کړے دے۔

0
127

باغي ټي وی رپورټ

په خپل اختلافي نوټ کې جسټس اطهر من الله ليکلي چې کميشن د ميرټ په بنياد د نامزدگۍ په کولو کې پاتې راغلی.

نوموړي په یوه اختلافي یاداښت کې زیاته کړې، چې روڼتیا، په ګمارنو کې حساب ورکول د قضایه قوې د خپلواکۍ بنسټیز اصول دي، په خپلسري پرېکړو، له واکه غیر منظمه ګټه اخیستنه د قضائیه قوې خپلواکي زیانمنوي.

جسټس اطهر من الله لیکلي چې د اساسي قانون سره سره سترې محکمې په پرله پسې ډول د سترې خیانت عملونه تائید کړي دي چې دیکتاتورانو ته یې د اساسي قانون د احکامو سره د لاس وهنې اجازه ورکړې ده.

هغه لیکلي چې د استبدادي رژیمونو لاندې حکومت کول د سترې محکمې له ملاتړ پرته ناشوني دي.

جسټس اطهر من الله په خپل اختلافي نوټ کې دا هم ليکلي چې د اساسي قانون د شپږمې مادې 1F له مخې دې محکمې درې منتخب لومړي وزيران او يو شمېر ولسي استازي د ټول عمر لپاره نااهله کړي دي.

Leave a reply