د پاکستان تحريک انصاف وياند شعيب شاهين د نگران وزيراعظم په بيان سخت احتجاج وکړو او وئيلي ئې دي چي نگران وزيراعظم اوس د مسلم ليګ نون بي ټيم دے، د هغه دنده ده چي د ليول پلېنګ فيلډ ورکړي۔ خلکو ته خو موږ میدان نه ترلاسه کوو.

0
148

باغي ټي وی رپورټ

له شاهزيب خانزاده سره په ننۍ خپرونه کې د خبرو پر مهال هغه وويل چې د نګران وزيراعظم دنده نه ده چې د پي ټي ايي په ځپلو کې اسانتياوې رامنځته کړي. دوی د PDM فاشیست ګوندونو څخه هم دوه قدمه مخکې تللي دي.

د پي ټي آئي وياند وئيلي دي چي د اسلام آباد هائي کورټ چيف جسټس زمونږ په نظر متعصب جج دے مونږ په هغه باور نه لرو۔

ده ووئيل د اډياله جيل د منتقل كولو فيصله دوه مياشتې وروستو شوې چې زمونږ دعوه نوره هم نه وه۔

ياده دي وي چي نگران وزيراعظم په خپل يو بيان کښي وئيلي وو چي که چري هم په بيلټ پيپر باندي د پاکستان تحريک انصاف د نه موجوديت په ضد احتجاج اوکړو نو انتخابات به جائز او قانوني وي۔

انوارالحق کاکړ د ترکيې له خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، زه تاسو ته ډاډ درکوم، چې د ټاکنو پروسه به په بشپړه توګه پاکه، شفافه او ازاده وي، د ټاکنو په پروسه کې به په اداري کچه د کومې ځانګړې ډلې ملاتړ او مخالفت نه وي.

هغه وويل که چرې په بيلټ پيپر باندې د پي ټي ائي د نه موجوديت په ضد احتجاج هم وشي نو ټاکنې به قانوني او قانوني وي.

Leave a reply