د کراچۍ پوهنتون استادانو ټولنې له نن څخه د اعتصاب پای ته رسولو اعلان کړی دی.

باغي ټي وي رپورټ
د کراچۍ يونيورسټۍ ټيچرز ايسوسي ايشن يو وفد د سندهـ نګران وزيراعلي سره وليدل چې پکښې نگران وزيراعلې د ستونزو د حل کولو باور ورکړو او ويې ويل چې نن به ټول کلاسونه د معمول په شان وي۔
د کراچۍ پوهنتون استادان له لسو ورځو راهیسې په احتجاج بوخت وو، خو نن د ښار جامعه کې تدریسي بهیر بحال شوی دی.
د استادانو ټولنه وايي، د کراچۍ پوهنتون ټولګي به له مهالوېش سره سم سهار او ماښام ترسره کېږي.






