د پاکستان پیپلز پارټۍ چیئرمېن د بلوچستان امیدوارانو ته د پارټۍ ټکټونو ورکولو لپاره پارلیماني بورډ جوړ کړی دی.

باغي ټي وي رپورټ
د ګوند د اعلامیې له مخې، پارلماني بورډ به په اتو غړو مشتمل وي چې د ټاکنو لپاره نوماندانو ته ټکټونه ورکوي.
پارليماني بورډ کښې به غزاله ګله سره چنګيز جمالي، روزي خان کاکړ، سربلند جوګيزئي، علي مدد جتک، باز محمد کشران، صادق عمراني او صابر بلوچ شامل وي۔
د بيان ترمخه پارليماني بورډ به د پارټي ټکټ په اړه د ډويژنل او ضلعي صدرانو سره هم مشوره کوي۔






