د ملګرو ملتونو د راپور له مخې پاکستان لا هم په نړۍ کې د کډوالو تر ټولو لوی کوربه هېواد دی. په پاکستان کې د مېشتو افغانانو ټولټال شمېر ۳.۷ میلیونه دی.

0
63

باغي ټي وي رپورټ

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې د ۲۰۲۳ کال د جون تر میاشتې پورې په پاکستان کې د مېشتو افغانانو شمېر ۳.۷ میلیونه دی او پر دې سربېره په تېرو ۴۰ کلونو کې ګڼ شمېر ناقانونه افغان کډوال په پاکستان کې مېشت دي. ادامه لري.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، يوازې ۱.۳۳ ميليونه راجستر شوي، په داسې حال کې چې ۷۷۵ زره کډوال له راجستر پرته ژوند کوي او د نويو شمېرو له مخې، شپږ ميليونه نوي افغان کډوال پاکستان ته داخل شوي دي.

ناقانونه افغانان د ترانزیت د سوداګرۍ تر نامه لاندې د نشه یي توکو او نورو غیر قانوني توکو په قاچاق کې لاس لري، چې پاکستان دوی ته په پاکستان کې د اوسیدو ځای ورکړی دی.

Leave a reply