د اسلام آباد هائي کورټ د سيفران کيس کښې د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) چيرمين اډياله جيل ته د منتقلولو حکم ورکړے دے۔
باغي ټي وي رپورټ
د اسلام آباد هائي کورټ چيف جسټس عامر فاروق د جيل سهولتونو په اړه د پي ټي آئي چيئرمېن د درخواست اورېدنه وکړه۔
د اورېدنې په مهال د اسلام اباد هائي کورټ چيف جسټس ريمارکس ورکړو چې د پي ټي آئي چيئرمېن د سيفران کيس کښې انډر ٹرائل قيدي دے او د اسلام آباد ټول انډر ٹرائل بنديان اډياله جيل کښې دي ولې انډر ٹرائل قيدي د اډياله نه په اٹک جيل کښې ساتل کيږي؟ ؟؟
جسټس عامر فاروق وويل چې د توشه خانې په مقدمه کې هغه په اٹک جيل کې ساتل شوى و، هغه سزا معطل شوې ده، که سبا ته رحيم يار خان ته منتقل شي نو هلته به يې محاکمه کوې؟
اسلام آباد هائي کورټ د ايډيشنل اټارني جنرل منور اقبال دوګل نه جواب غوښتې دې۔
د اسلام اباد چيف جسټس ريمارکس ورکړو چې د قانون له مخې د اسلام اباد تر مقدمې لاندې زنداني بايد اډياله جيل کې وي، د پي ټي ايي چئیرمين بايد اډياله جيل ته منتقل کړل شي.
جسټس عامر فاروق وويل، ورته ويل شوي چې اوس په جيل کې د اې بي او سي کلاسونه بشپړ شوي دي.
د عمران خان وکيل بيرسټر سلمان صفدر وويل چې په جيل کې اوس يو نارمل او غوره طبقه ده، هغه د غوره طبقې حقدار دی، په دې اړه جسټس عامر فاروق وويل دا خبره قائمه ده چې د پي ټي ائي چيئرمېن د غوره طبقې حقدار دی، د پي ټي آئي چيئرمېن دی. د پخواني وزیراعظم او تعلیم یافته کس د جیل قوانینو مطابق هغه ته باید هغه څه ترلاسه شي چې د هغه حق دی، داسې نه ده چې د پی ټي ائي د چیئرمېن هیڅ حق ضائع شي.
ياده دې وي چې د پي ټي آئي چيئرمېن ته په 5م اګست 2023م د توشه خانې په مقدمه کې د درې کاله بند سزا اورول شوې وه او هغه د لاهور نه نيولی شوی او اٹک جيل ته لېږل شوی وو او په دې مقدمه کې يو ګرفتار هم شوی وو.
اسلام آباد هائي کورټ د توشه خانه کيس کښې د پي ټي آئي د چيئرمېن سزا معطل کړې وه خو د سيفران کيس کښې د ګرفتارۍ له وجې د هغه خوشې کول ممکن نه وو۔