د خوړو نړیوال سازمان: ۱۵ میلیونه اړ افغانان په راتلونکي ژمي کې یو میلیارد ډالرو بودیجې ته اړتیا لري

0
166

د خوړو نړیوال سازمان: ۱۵ میلیونه اړ افغانان په راتلونکي ژمي کې یو میلیارد ډالرو بودیجې ته اړتیا لري

هغه یادونه وکړه: “د خوړو نړیوال پروګرام له بې ساري مالي بحران سره مخ دی. “موږ سږ ژمي کې د 15 ملیون خلکو سره د مرستې لپاره یو ملیارد ډالرو ته اړتیا لرو.”

د ایلیف په وینا، د کار فرصتونه محدود دي او بهرنۍ مرستې د خلکو لپاره حیاتي سرچینه ګرځیدلې. هغه وویل: “هغه نغدې پیسې چې موږ یې ویشلې د دې زیان منونکو کورنیو لپاره د ژوند لیک دی. ځکه چې ډیری په دې تکیه کوي.

 

(2023 / 9 / 25   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د خوړو د نړیوال سازمان سیمه ییز مشر وايي، په راتلونکي ژمي کې په افغانستان کې له ۱۵ میلیونو اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره یو میلیارد ډالرو مرستو ته اړتیا ده.

د یکشنبې په ورځ د میزان په ۲مه، د خوړو د نړیوال سازمان سیمه ییز مشر جان ایلیف په کندز ولایت کې یو ویډیويي ټیپ خپور کړ او ویې ویل چې د افغانانو د ژوند شرایط ستونزمن دي او خلک د پیرودلو لپاره ډېر کم امکانات لري.

هغه یادونه وکړه: “د خوړو نړیوال پروګرام له بې ساري مالي بحران سره مخ دی. “موږ سږ ژمي کې د 15 ملیون خلکو سره د مرستې لپاره یو ملیارد ډالرو ته اړتیا لرو.”

د ایلیف په وینا، د کار فرصتونه محدود دي او بهرنۍ مرستې د خلکو لپاره حیاتي سرچینه ګرځیدلې. هغه وویل: “هغه نغدې پیسې چې موږ یې ویشلې د دې زیان منونکو کورنیو لپاره د ژوند لیک دی.

اړوند موضوعات: 

د ژمي په رارسېدو سره د خوړو نړۍوال پروګرام د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې ۷۲ زره ټنه خوراکي موادو د زېرمه کولو خبر ورکړی   

د خوړو د نړيوال سازمان د سيمه ييز مشر دا اندېښنه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام (WFP)هغه اعلان وکړ، چې افغانستان اوس مهال د نړۍ له هغو لسو هېوادونو څخه دی، چې له یو میلیون ډېر وګړي د لوږې له بېړنۍ حالت سره مخ دي.

Leave a reply