حامد کرزي د ارړپايي ټولنې د هغۀ اقدام هرکلی کړی چې کابل کې دفتر پرانیزي

0
141

حامد کرزي د ارړپايي ټولنې د هغۀ اقدام هرکلی کړی چې کابل کې دفتر پرانیزي 

نوموړي همدا راز پر نورو نړیوالو بنسټونو هم غږ کړی دی چې په دې سختو شرایطو کې له افغانستان سره بشردوستانه مرستې ډېرې کړي او مخکې له دې چې د ژمي موسم را ورسېږي اړمنو افغانانو ته دې خپلې مرستې ورسوي.

 

(2021 / 10 / 27  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

پخواني ولسمشر حامد کرزي د اروپايي ټولنې له هغه پرېکړې هرکلی کړی چې له مخې به یې په افغانستان کې خپله استازولي بېرته فعالوي.

د حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې افغانستان په داسې یوه وضعیت کې دی چې له نړیوالو سره د اړیکو پراختیا ته اړتیا لري او په دې برخه کې د ټولو هېوادونو همکارۍ ته په درنه سترګه ګوري.

اړوند موضوعات: 

پخواني ولسمشر حامد کرزي د بریټانیا د لومړي وزیر له خاص استازي سره خبرې کړې دي

هغه زیاته کړې چې په کابل کې د اروپايي کمیسیون د استازولۍ د پرانیستل کېدو هرکلی کوي او دا له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو د پراختیا لپاره مهم ګام بولي.

نوموړي همدا راز پر نورو نړیوالو بنسټونو هم غږ کړی دی چې په دې سختو شرایطو کې له افغانستان سره بشردوستانه مرستې ډېرې کړي او مخکې له دې چې د ژمي موسم را ورسېږي اړمنو افغانانو ته دې خپلې مرستې ورسوي.

Leave a reply