پخواني ولسمشر حامد کرزي د بریټانیا د لومړي وزیر له خاص استازي سره خبرې کړې دي

0
301

پخواني ولسمشر د بريتانیا د لومړي وزیر له خاص استازي سره ټلفوني خبرې کړې دي

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي چهارشنبې ماښام د افغانستان لپاره د انگلستان د صدراعظم د ځانګړي استازي ښاغلې سایمون گاس سره تلیفونی خبرې وکړې.

 

(2021 / 10 / 7  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ رايور

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي چهارشنبې ماښام د افغانستان لپاره د انگلستان د صدراعظم د ځانګړي استازي ښاغلې سایمون گاس سره تلیفونی خبرې وکړې.

په دې تلیفوني مکالمه کې افغانستان کې د برتانیې او نړۍ د بشري مرستو په اړه هر اړخیزې خبری وشوې.

همدارنګه د معارف، صحې خدماتو او نورو دولتی اداراتو د مامورینو د معاشونو د ورکړې، د نجونو د زده کړې او د ښځو د کار د بیا پیل په اړه هم خبرې او د نظر تبادله وشوه.
پخواني جمهور رئیس د راتلونکي ژمي لپاره د مرستو رسولو پر عاجل تدابیرو ټینګار وکړ.

تر دې وړاندې  بریټانیا د لومړي وزیر خاص استازي سره د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر امیرخان ومتقي او د ا.ا.ا د رئیس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر هم لیدلي ؤ او په یو لړ موضوعاتو یې ورسره خبرې اترې کړې وې.

Leave a reply