پولیس چارواکي وايي د حساسو ادارو د معلوماتو پر اساس د شکارپور پولیسو د بورې او سرې سره بار شوي ۱۱ لارۍ نیولي او ۴ کسان یې نیولي دي.

0
127

باغي ټي وي رپورټ

د چارواكو په وينا، د ملي لويې لارې په اوږدو كې د عملياتو پر مهال په ۷ لاريو كې ۲۸۰ ټنه بوره او په ۴ لاريو كې ۵۴۰۰ بورۍ سرې نيول شوې دي.

دپوليسو دچارواکو په وينا په نيول شوؤ ټرکونو کې افغانستان ته د بورې او سرې د ليږدولو هڅه روانه وه چې د شکارپور پوليسو په وخت اقدام کولو سره شنډه کړه.

چارواکي وايي، بوره او سرې د خوراکي توکو د رياست ګودامونو ته لېږدول کېږي او د عملياتو پر مهال د نيول شويو څلورو تورنو کسانو سره قانوني چلند کېږي.

بل اړخ ته د لاڑکانہ مختلفو سیمو کښي د شخصي ګودامونو نه 7000 کارټن غوړي او 600 بوری بوری برآمد شوی او دوه ګودامونه هم سیل کړی شوی دی.

Leave a reply