د متحده قومي موومنټ (ایم کیو ایم) پاکستان مشران وايي، زموږ ګاونډی سپوږمۍ ته رسېدلی دی او په همدې حال کې په کراچۍ کې زموږ ماشومان په خلاصو اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه کېږي.

0
169

باغي ټي وي رپورټ

په کراچۍ کې د ګوند ډیجیټل میډیا ورکرز ته په خطاب کې د ایم کیو ایم کنوینر خالد مقبول صدیقي وویل چې زمونږ تر ټولو لویه مبارزه زمونږ په ضد جوړ شوي غلط تاثر خلاف ده، مونږ د حقیقت په طاقت سره د دروغو سره مبارزه وکړو.

هغه وویل مونږ ټول هوډ لرو چې هیڅوک به دلته د کورنۍ سیاست او مقام نه ناوړه ګټه پورته کوي.

مزدورانو ته په خطاب کښې مصطفی کمال اوويل چې دکراچئ حالات په پنځلسو کالو کښې نه دي ښه شوي، نن زمونږ ګاونډۍ سپوږمۍ ته روانه ده او په کراچۍ کښې ماشومان په خلاصو ګنډونو کښې ډوبيدو له وجې مړه کيږي۔

په دې موقع فاروق ستار وويل زه مخالفانو ته وايم چې ايم کيو ايم پاکستان ته اوس په سپکه نه کتل کيږي.

Leave a reply