تحقیقاتي ټیم (JIT) د خېبرپښتونخوا په MD CAT کې د بلوتوث وسیلې په ذریعه د نقل کولو مسلې په اړه د خېبرپښتونخوا چیف سیکرټري ته رپورټ استولی دی.

باغی ټي وي رپورټ
په خېبرپښتونخوا کې د ايم ډي کېټ د بلوتوتھ وسيلې په ذريعه د نقل کولو مسلې په اړه د مشترکه تحقيقاتي ټيم د رپورټ له مخې تورن ظفر محمود او د هغه ورور د منظم کاپي نيټ ورک سرلښکر دي.
په راپور کې راغلي چې په دې شبکه کې د بېلابېلو دولتي ادارو کارکوونکي هم شامل دي، په داسې حال کې چې دې شبکې تېر کال هم د MD CAT او نورو ازموینو کې نوماندان پاس کړل، تېر کال هم په ازموینو کې ورته وسیله کارول شوې وه.
رپورټ کښې وئيلي شوي چې نيټ ورک د اميدوارانو نه د پاس کولو لپاره د 20 نه تر 35 لاکه روپۍ چارج کولې، په داسې حال کښې چې MD CAT کښې د 190 نمبرونو نرخ 35 لاکه روپۍ ټاکلې شوې۔
رپورټ کښې وئيلي شوي چې د ايم ډي سي اے ټي ټېسټ کښې د 170 نمبرو رېټ 20 لاکه او د 180 نمبرو رېټ 25 لاکه ټاکلې شوې دې۔
جے آئي ټي په خپل رپورټ كښې د نقل كولو مخنيوي او د ملزمانو نيولو لپاره د قانون سختولو سپارښتنه كړې۔
بل اړخ ته د جے آئي ټي اجلاس داخلي کيسه هم رابرسيره شوې ده۔
د جے آئي ټي په غونډه كښې د كمېټۍ زياتره غړو د راتلونكې ايم ډي كيټ ټسټ په مهال د موبائل سګنل بندولو سپارښتنه كړې ده په كومه چې په غونډه كښې دا فېصله هم شوې ده چې د سيكنډل په اړه د ايف آئي اے نه مرسته غوښتلې شي۔





