د ټاکنو کمېشن اعلان کړی چې عام انتخابات به د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په وروستۍ اوونۍ کې کېږي.

باغی ټي وي رپورټ
د ټاکنو کمېسیون له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د ټاکنیزو حوزو د کار له ارزونې وروسته پرېکړه شوې، چې د ټاکنیزو حوزو لومړنی نوملړ به د تلې په ۲۷ مه خپور شي.
د ټاکنو کمېشن په اعلاميه کې ويل شوي، چې د ټاکنيزو حوزو په اړه د اعتراضونو او وړانديزونو له اورېدو وروسته به وروستی نوملړ د نومبر په ۳۰مه نېټه اعلان شي.
د اعلان ترمخه عام انتخابات به د جنورۍ په اخري هفته کښي د حتمي فهرست نه وروستو د 54 ورځو راهسې کېږي، د حتمي فهرست نه وروستو به د 54 ورځو انتخابي پروگرام وي۔ ياده دې وي چې د سياسي ګوندونو لخوا د نگران حکومت او اليکشن کميشن نه په ملک کې د وخت نه مخکې او شفافو عامو انتخاباتو د ترسره کولو غوښتنې زور اخستې.
په دې لړ کې د نگران حکومت وينا وه چې د انتخاباتو ترسره کول د اليکشن کميشن کار دی او اليکشن کميشن به د عامو انتخاباتو نېټه ورکوي، هرکله چې اليکشن کميشن د انتخاباتو نېټه ورکړي مونږ ورته تيار يو۔
د اسيايي پرمختيايي بانک په رپورټ کې چې پرون خپور شو، دا هم ويل شوي چې د روان مالي کال د انتخاباتو له امله د پاکستان په اقتصاد کې د ښه والي امکان شته، په داسې حال کې چې دوه ورځې وړاندې د اليکشن کميشن پخواني سيکرټري او د وزيراعظم خاص مرستيال د پنجاب د قانون له مخې کنور دلشاد هم په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تمه ده ټاکنې د جنورۍ له ۱۵مې او ۲۵مې تر منځ وشي، خو د ټاکنو د نېټې د اعلانولو واک یوازې د ټاکنو کمېسیون دی، هېڅ اداره پرې فشار نه شي اچولی. د ټاکنو کمیسیون د نیټې لپاره.






