د کراچۍ پوليس سپېشل انويسټېګېشن يونټ (SIU) کورنګي کاز وے کښې د مقابلې نه پس څلور ملزمان د زخميانو سره نيولي دي۔

0
186

باغی ټي وي رپورټ

ایس ایس پی ایس آئی یو جنید شیخ اوویل چی پولیس مقابله کښي ملزمان عرفان، کاشف لاشاری، ضمیر او وحید ژوبل شوی دی او هغوی نیولی شوی دی ولی د ملزمانو نه 4 پستول او 2 موټر سائکلونه هم برآمد شوی دی.

جنید شیخ زیاته کړه چې ملزمانو د کراچۍ په مختلفو سیمو کښې د ټوپک په زور د بنکونو نه بهر خلقو ته روپۍ لوټلې او ملزمانو په یو شمیر پیښو کښې د لاس لرلو اعتراف هم کړی دی.

د ایس ایس پي په وینا، ملزمانو اعتراف کړی چې دوی د 2021 په وروستیو کې د مدینې کالونۍ پولیس سټیشن حدودو کې د غلا سره مقاومت کولو لپاره هیډ کانسټیبل ظهیر هم وژلی و چې د پیسو سره بانک ته روان و.

Leave a reply