د موسمياتو محکمې د څليريشت ګهنټو دوران په ښار کښې د بارانونو اطلاعات جاري کړي دي.

باغی ټي وي رپورټ
د موسمياتو محکمي ترمخه تيره ورځ ښار کښي تر ټولو زيات باران پي اے ايف مسرور بيس کښي 16 ملي ميټره ريکارډ کړے شوے دے۔
دې نه علاوه سرجاني کښې 14.7، اورنګي ټاون 12.4، کيمري 11.5، نارتھ کراچۍ 9.8، پي اے ايف فيصل بيس 9، ناظم آباد 7.1، اولډ ائيرپورټ 4.6، قائد آباد 3.5 او يونيورسټۍ روډ 2.7 ملي ميټره باران ريکارډ کړے شوے دے۔
د موسمياتو محکمي ترمخه ډي ايچ اے ابراهيم حيدري او کورنګي کښي 2.2 ملي ايم، ګلشن حديد کښي يو، سعدي ټاؤن کښي 0.5 او په جناح ټرمينل کښي 0.4 ملي ميټره ريکارډ کړے شوے دے۔






