د پاکستان د چيف جسټس قاضي فائز عيسيٰ لخوا په سپريم کورټ کې نوې تقررۍ شوي او د سيشن جج اوکاړه جزيله اسلم د سپريم کورټ د لومړۍ ښځينه رجسټرار په توګه ټاکل شوې ده.

باغی ټي وي رپورټ
د سپريم کورټ وياند د چيف جسټس آف پاکستان لخوا د نوو تقررونو اعلاميه هم جاري کړې ده چې پکښې ججزله اسلم د سپريم کورټ رجسټرار ټاکلې شوې دې۔
بيان کښې وئيلي شوي دي چې لاهور هائي کورټ د سيشن جج اوکاړه ججزلا اسلم خدمات سپريم کورټ ته سپارلي دي، جسيله اسلم د دريو کالو لپاره د ډپوټيشن په بنياد د سپريم کورټ رجسټرار مقرره شوې ده۔
د سترې محکمې په اعلاميه کې ويل شوي دي چې ډاکټر مشتاق احمد د چيف جسټس قاضي فائز عيسى سيکرټري او د بلوچستان نه عبدالصادق د چيف جسټس د چيف آف سټاف په توګه ټاکل شوى دى.
ياده دي وي چي جسټس قاضي فائز عيسى نن د سپريم کورټ د 29م چيف جسټس په حيث حلف پورته کړي او د سپريم کورټ پريکټس اينډ پروسيجر ايټ کيس سماعت ئي سبا لپاره ټاکلي دي۔
د چيف جسټس آف پاکستان قاضي فائز عيسيٰ په مشرۍ کښې فل کورټ به د سپريم کورټ پريکټس او پروسيجر ايکټ اوريدنه کوي۔






