عدالت د لاهور په ماسټر پلان کې د بې نظمۍ په مقدمه کې د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) د مشر چوهدري پروېز الهي د جسماني ریمانډ غوښتنه رد کړه او د هغه د خوشې کولو امر یې وکړ.

0
154

باغی ټي وي رپورټ

د پي ټي آئي صدر چوهدري پرويز الهي چې دوه ورځې د اډياله جيل نه نيولے شوے وو نن په ريمانډ د لاهور جوډيشل مجسټرېټ ډيوټي جج ته وړاندې کړے شو۔

د چوهدري پروېز الهي په ضد د لاهور په ماسټر پلان کې د بې قاعدۍ د مقدمې اورېدنه وشوه چې په ترڅ کې د فساد ضد چارواکو د پرويز الهي د جسماني ريمانډ غوښتنه وکړه.

د پروېز الهي وکيل رانا انتر دليل ورکړو چې د انکوائري نه وړاندې ايف آئي آر درج نه شي، سبا به ډي جي اينټي کرپشن د توهين عدالت درخواست جمع کوي۔

وکيل پروېز الهي عدالت ته د مقدمې د برطرفه کولو غوښتنه وکړه او ويې ويل چې د پرويز الهي نيول د شرارت په بنياد دي، د هغه په ​​ضد نه انکوائري شوې او نه هم د انکوائري نوټس لېږل شوی دی.

عدالت دلائل اوريدو نه پس د چوهدري پرويز الهي دجسمي ريمانډ درخواست مسترد کړے او د مقدمې نه ئي خارج کولو حکم ئي ورکړے دے۔

وروسته د فساد ضد چارواکو هغه بیرته راولپنډۍ ته بوتلو چیرې چې هغه به سبا محکمې ته وړاندې شي.

ياده دې وي چې چوهدري پروېز الهي دوه ورځې وړاندې د پنجاب د فساد ضد ادارې لخوا نيول شوی و.

Leave a reply