د پاکستان د چيف جسټس تر بدلون وروسته د پاکستان د سپريم جوډيشل کونسل او جوډيشل کميشن غړي هم له سره جوړ شوي دي.

باغی ټي وي رپورټ
پرون د پاکستان د چيف جسټس په توګه د جسټس عمر عطا بنديال وروستۍ ورځ وه، چې له هغې وروسته نن جسټس قاضي فائز عيسى د پاکستان د ٢٩م چيف جسټس په توګه سوګند پورته کړو.
د جسټس عمر عطا بندیال تر تقاعد وروسته د پاکستان د سترې جوډيشل کونسل او جوډيشل کمېشن غړي هم بدل شوي دي.
جسټس اعجازالحسن د سپريم جوډيشل کونسل غړى شو او جسټس سردار طارق پخوا د سپريم جوډيشل کونسل برخه ده۔
د يادونې وړ ده چې د پاکستان ستر قاضي او دوه لوړ پوړي قاضيان د سترې جوډيشل کونسل برخه دي.
همدغه راز جسټس منيب اختر دججانو تقررۍ لپاره جوډيشل کميشن کې برخه اخستې ده، په داسې حال کې چې جسټس سردار طارق، جسټس اعجازالحسن او جسټس منصور علي شاه دجوډيشل کميشن اف پاکستان برخه دي.
د پاکستان مشر قاضي هم د عدالتي کمېشن مشر دی او د سترې محکمې څلور لوړ پوړي قاضيان هم په کمېشن کې د غړيو په توګه شامل دي.
د کمیسیون په نورو غړو کې یو متقاعد قاضي، د قانون وزیر، لوی څارنوال او د وکیلانو شورا یو استازی شامل دي.
د پاکستان قضايي کمېشن د سترې محکمې او عالي محکمې په کچه قاضيان ټاکي.






